Skip to main content
Surveillance
Self-Defense

ستاسو د امنیت پلان

Last Reviewed: January 31, 2021

This page was translated from English. The English version may be more up-to-date.

هر وخت له هرچا څخه ستاسو د ټولو معلوماتو خوندي کولو هڅه کول غیر عملي او یو ستړۍ کار دی. اما، ویره مه لرئ! امنیت یوه پروسه ده، او د یوه ښه فکري پلان له لارې، تاسو کولی شئ داسي یو پلان جوړ کړئ چې ستاسو لپاره سم دی. امنیت یوازې د هغه وسیلو په اړه ندي چې تاسو یې کاروئ یا هغه سافټویر چې تاسو یي ډاونلوډ کوئ. دا د هغه ځانګړي ګواښونو درک کولو سره پیل کیږي چې تاسو ورسره مخ یاست او داچي تاسو څنګه کولی شئ د دې ګواښونو سره مقابله وکړئ.

د کمپیوټر امنیت په برخه کې، یو ګواښ یو احتمالي پیښه ده چې کولی شي ستاسو د معلوماتو دفاع لپاره ستاسو هڅې زیانمنې کړي. تاسو کولی شئ د هغه ګواښونو سره مقابله وکړئ چې تاسو ورسره مخ یاست د دې په ټاکلو سره چې تاسو باید د کوم یو ساتنه وکړئ او دا چي له چا څخه یي باید ساتنه وکړئ. دا د امنیت د پلان کولو پروسه ده، چې ډیری وختونه ورته "د ګواښ ماډلینګTítulo: fig:" ویل کیږي.

دا لارښود به تاسو ته ښوونه وکړي چې څنګه ستاسو ډیجیټلي معلوماتو لپاره امنیتي پلان جوړ کړئ او څنګه مشخص کړئ چې کوم د حل لارې ستاسو لپاره غوره دي.

امنیتي پلان څه ډول وي؟ راځئ دا ووایو چې تاسو غواړئ خپل کور او شتمنۍ خوندي وساتئ. دلته یو څو پوښتنې دي چې تاسو یې شاید وپوښتئ:

*زه په خپل کور کې داسي څه لرم چې د ساتنې وړ دی؟*

•             په شتمنیو کې شامل کیدی شي: زیورات، برقي توکي، مالي اسناد، پاسپورټونه، یا انځورونه

*زه له چا څخه ددغو شیانو ساتنه غواړم؟*

•             په مخالفینو کې شامل کیدی شي: غله، د خونې ملګري، یا میلمانه

*دا څومره احتمال لري چې زه به یې ساتنې ته اړتیا ولرم؟*

•             ایا زما ګاونډی د غلا تاریخچه لري؟ زما د خوني ملګري/میلمانه څومره د باور وړ دي؟ زما د مخالفینو وړتیاوي څنګه دي؟ زه باید کوم خطرونه په نظر کي ولرم؟

که چیري پدي کار کي ناکامه شم نو پایلي یي څومره خطرناکه دي؟

•             ایا زه زما په کور کې داسي کوم شی لرم چې زه یې نشم بدلولی؟ ایا زه د دې شیانو د بدلولو لپاره وخت یا پیسې لرم؟ ایا زه بیمه لرم چې زما له کور څخه غلا شوي توکي وپوښي؟

*زه د دې پایلو مخنیوي لپاره څومره ستونزو سره باید مخ شم؟*

•             ایا زه چمتو یم چې د حساس اسنادو لپاره یو سیف واخلم؟ ایا زه کولی شم د لوړ کیفیت قلف واخلم؟ ایا زه وخت لرم چې په خپل محلي بانک کې امنیتي بکس خلاص کړم او خپل قیمتي توکي هلته وساتم؟

یوځل چې تاسو له ځانه دا پوښتنې وپوښتئ، نو تاسو په داسې موقعیت کې یاست ترڅو ارزونه وکړئ کوم تدابیر باید ونیول شي. که ستاسو شتمني ارزښتناکه وي، مګر د غلا کیدو احتمال یې ټیټ وي، نو شاید ضرور نه وي چي پر قلف دومره پیسي مصرف کړئ. مګر، که د غلا کیدو احتمال ډیر وي، تاسو باید په بازار کې غوره قلف ترلاسه کړئ، او د امنیت سیسټم ټینګولو باندې غور وکړئ.

د امنیتي پلان جوړول به تاسو سره مرسته وکړي هغه ګواښونه چې تاسو ته ځانګړي دي او ستاسو د شتمنیو، ستاسو مخالفینو، او ستاسو د مخالفینو وړتیاو ارزونه، د خطرونو احتمال چې تاسو ورسره مخ یاست ښه درک کړئ.

زه څنګه خپل امنیتی پلان جوړ کړم؟ د کوم ځاۍ څخه پیل وکړم؟ anchor link

د امنیت پلان جوړول تاسو سره مرسته کوي ترڅو هغه شیان چې ستاسو لپاره ارزښت لري او دا چي پریکړه وکړئ له چا څخه یې ساتلو ته اړتیا لرئ وپیژنئ. کله چې د امنیتي پلان جوړوئ دا پنځه پوښتنو ته ځواب ووایاست:

1.          د کوم شي ساتنه باید وکړم؟

2.          د چا څخه یي ساتنه وکړم؟

3.          که چیري پدي کار کي ناکامه شم نو پایلي یي څومره خطرناکه دي؟

4.          دا څومره امکان لري چې زه به یې ساتنې ته اړتیا ولرم؟

5.          زه د احتمالي پایلو مخنیوي لپاره څومره ستونزو سره باید مخ شم؟

راځئ چې دې هرې پوښتنې ته نږدې کتنه وکړو.

باید د کومو شیانو ساتنه وکړم؟ anchor link

"شتمنۍ" هغه څه دي چې ستاسو لپاره ارزښت لري او ساتنه یې غواړئ. د ډیجیټلي امنیت په برخه کې، شتمني معمولا یو ډول معلومات وي. د مثال په توګه، ستاسو بریښنالیکونه، د اړیکو لیستونه، فوري پیغامونه، موقعیت او فایلونه ټولې احتمالي شتمنۍ دي. ستاسو آلي یا دستګاوي هم شتمنۍ دي.

د خپلو شتمنیو لیست جوړ کړئ: هغه ډاټا چې تاسو یې ساتئ، چیرته ساتل کیږي، څوک دې ته لاسرسی لري، کوم شیان دې ته د لاسرسي مخه نیسي.

زه غواړم د چا څخه یي ساتنه وکړم؟ anchor link

دې پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره، دا مهم دي ترڅو وپیژنئ هغه به ممکن څوک وي چي غواړي تاسو یا ستاسو معلومات په نښه کړي. یو شخص یا اداره چې ستاسو شتمنیو ته ګواښ پیښوي یو "دښمن یا مخالفTítulo: fig:" بلل کیږي. د احتمالي دښمنانو مثالونه ستاسو رییس، ستاسو پخوانی ملګری، ستاسو د سوداګرۍ سیال، ستاسو دولت یا په عامه شبکه کې هیکر دی.

د خپلو مخالفینو، یا هغه څوک چې ممکن وغواړي ستاسو شتمنۍ ترلاسه کړي لیست یي جوړ کړئ. ستاسو په لیست کې ممکن افراد، یوه دولتي اداره، یا شرکتونه شامل وي.

نظر ودي ته چې ستاسو مخالفین څوک دي، په ځینې شرایطو کې دا لیست ممکن هغه څه وي چې تاسو یې غواړئ د امنیتي پلان جوړولو وروسته له مینځه یوسي.

پایلي یي څومره خطرناکه دي؟ anchor link

ډیری لارې شتون لري چې یو دښمن کولی شي ستاسو معلوماتو ته لاسرسی ومومي. د مثال په توګه، یو دښمن کولی شي کله چې دوی له شبکې څخه تیریږي ستاسو شخصي اړیکې ولولي، یا دوی کولی شي ستاسو ډاټا له منځه یوسي یا فاسد کړي.

د مخالفینو انګیزي لکه د دوی تاکتیکونه په پراخه کچه توپیر لري. یو حکومت چې هڅه کوي د داسي یوې ویډیو د خپریدو مخه ونیسي چې د پولیسو تاوتریخوالی ښیې ممکن د دې ویډیو حذف کول یا هغه ته لاسرسۍ کمول یوه منځپانګه وي. برعکس، یو سیاسي مخالف ممکن وغواړي چې پټ مینځپانګې ته لاسرسی ومومي او پرته له دې چې تاسو خبر کړي دا مینځپانګه نشر کړي.

د امنیت پلان کولو کي پدي پوهیدل دي چې پایلې به څومره خرابې وي که چیرې یو دښمن په بریالیتوب سره ستاسو یوې شتمنۍ ته لاسرسی ومومي. د دې مشخص کولو لپاره، تاسو باید د خپل دښمن وړتیا په پام کې ونیسئ. د مثال په توګه، ستاسو د ګرځنده تلیفون چمتو کونکی ستاسو د تلیفون ټولو ریکارډونو ته لاسرسی لري. د وائی فای په یو پرانیستي شبکه کې هیکر کولی شي ستاسو غیر کوډ کښل شوي اړیکو ته لاسرسی ومومي. ستاسو دولت ممکن قوي وړتیاوې ولري.

هغه څه ولیکئ چې ستاسو دښمن ممکن ستاسو د شخصي معلوماتو سره څه کول غواړي.

دا څومره امکان لري چې زه به یې ساتنې ته اړتیا ولرم؟ anchor link

خطر د دې احتمال دی چې د یوې ځانګړې شتمنۍ پروړاندې یو ځانګړی ګواښ په عملي توګه واقع شي. دغه شی د وړتیا سره نښتي وي. پداسې حال کې چې ستاسو د ګرځنده تلیفون چمتو کونکي وړتیا لري چې ستاسو ټولو ډاټا ته لاسرسی ومومي، ددي خطر چي په آنلاین توګه ستاسو شخصي ډاټا خپاره کړي ترڅو ستاسو شهرت ته زیان ورسوي ټیټ دی.

دا مهم دي ترڅو ددي ترمینځ توپیر وکړئ چي څه شی ممکن پیښ شي او څومره احتمال لري چي دا به پیښ شي. د مثال په توګه، یو ګواښ شتون لري چې ستاسو ودانۍ به چپه شي، مګر د دې پیښې خطر په سان فرانسسکو کې (چیرې چې زلزلې عام دي) د سټاکهولم په پرتله (چیرې چې دوی نه وي) خورا ډیر دی.

د خطرونو ارزونه دواړه شخصي او فکري (د خلکو فکر پر بنسټ) پروسه ده. ډیری خلک ځینې ګواښونه د نه منلو وړ ګڼي پرته لدې چې احتمال یې په نظر کي ونیسي ځکه چې په هر احتمال کې یوازې د ګواښ شتون په لګښت نه ارزي. په نورو قضیو کې، خلک لوړ خطرونه له پامه غورځوي ځکه چې دوی ګواښ ته د یوي ستونزې په توګه نه ګوري.

هغه ګواښونه چې تاسو یې په جدي توګه ګڼئ، او کوم چې د اندیښنې لپاره خورا نادر وي یا خورا زیان رسونکي نه وي (یا د مبارزې لپاره خورا ستونزمن وي) ولیکئ.

زه د دې پایلو مخنیوي کوښښ لپاره څومره ستونزو سره باید مخ شم؟ anchor link

د امنیت لپاره هیڅ بشپړ انتخاب شتون نلري. هرڅوک ورته لومړیتوبونه، اندیښنې یا سرچینو ته لاسرسی نلري. ستاسو د خطر ارزونه به تاسو ته اجازه درکړي د ځان لپاره  د اسانتیا، لګښت او محرمیت توازن په پام کي نیولو سره سم یوه سمه ستراتیژي پلان کړئ.

د مثال په توګه، یو وکیل چې په ملي امنیت قضیه کې د پیرودونکي نمایندګي کوي ممکن د دې قضیې په اړه د اړیکو خوندي کولو لپاره ډیر کارونه ترسره کړي، لکه د کوډ کښل شوي بریښنالیک کارول خو د کورنۍ غړی چې په منظم ډول مسخره پیشو ویډیوګانې ایمیل کوي دا کار به ونه کړي.

هغه اختیارونه چي ستاسو لپاره شتون لري ولیکئ ترڅو ستاسو د ځانګړي ګواښونو په کمولو کې مرسته وکړي. دا یادداښت کړئ که تاسو کوم مالي محدودیتونه، تخنیکي خنډونه، یا ټولنیز خنډونه لرئ.

امنیتي پلان جوړول د یو عادي کړني په توګه anchor link

په یاد ولرئ ستاسو امنیتي پلان جوړونه ممکن ستاسو وضعیت بدلون سره سم بدلون ومومي. پدې توګه، ستاسو د امنیت پلان په مکرر ډول بیاکتنه یوه ښه کړنه ده.

د خپل ځانګړي وضعیت پر بنسټ خپل امنیتي پلان جوړ کړئ. بیا خپل تقویم په راتلونکي کې د نیټې لپاره په نښه کړئ. دا به تاسو وهڅوي چې د خپل پلان بیاکتنه وکړي او بیرته چیک کړئ ترڅو معلومه کړي ایا دا لاهم ستاسو وضعیت پوري تړاو لري.