Skip to main content
Surveillance
Self-Defense

د شبکې سانسور باندې پوهیدل او د هغه لاره چاره (خنډ له مینځه وړل)

Last Reviewed: April 23, 2020

This page was translated from English. The English version may be more up-to-date.

دا د شبکې سانسور په اړه یوه عمومي کتنه ده، مګر دا هر اړخیزه کتنه نده. anchor link

حکومتونه، شرکتونه، ښوونځي او د انټرنیټ چمتو کونکي ځینې وختونه داسې سافټویر کاروي ترڅو د دوی کاروونکو لخوا ویب پاڼې او خدماتو ته د لاسرسي مخه ونیسي چې په بل ډول په عمومې ویب کې شتون لري. دې ته د انټرنیټ فلټرینګ یا مخنیوۍ ویل کیږي، او دا د سانسور یوه بڼه ده. فلټرنګ په بیلابیلو بڼو موندل کیږي. حتی د انکرپشن سره، سانسور کوونکي کولی شي ټولې ویب پاڼې، د کوربه توب چمتو کونکي، یا انټرنیټ ټیکنالوژي بند کړي. ځینې وختونه، مینځپانګه د هغه کلیدې کلیمو پراساس بندیږي چې پکې شامل وي. کله چې سایټونه کوډ شوي نه وي، سانسور کوونکي کولی شي انفرادي ویب پاڼې هم بندې کړي. anchor link

د انټرنیټ سانسور ماتولو مختلف لارې شتون لري. ځینې تاسو له څارنې څخه ساتي، مګر ډیری یې دا کار نه کوي. کله چې یو څوک ستاسو د شبکې کنټرول په لاس کې لري نو بیا فلټر کوي یا سایټ بندوې، تاسو تل کولی شئ د اړتیا وړ معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د خنډ له مینځه وړلو وسیله وکاروئ.

یادداښت: د خنډ له مینځه وړلو وسیلې چې د محرمیت یا امنیت ژمنه کوي تل محرم یا خوندي ندي. او هغه وسیلې چې دا اصطلاحات لکه "نامعلوم"کاروي  تل ستاسو هویت په بشپړ ډول پټ نه ساتي.

د خنډ له منځه وړلو وسیله چې ستاسو لپاره غوره ده ستاسو په امنیتي پلان پورې اړه لري. که تاسو ډاډه نه یاست چې څنګه د امنیت پلان رامینځته کړئ، دلته یې پیل کړئ. د امنیت پلان رامینځته کولو پرمهال، خبر اوسئ هغه څوک چې ستاسو د انټرنیټ وصلول کنټرولوي ممکن خبر شي چې تاسو د خنډ له منځه وړلو یوه ځانګړې وسیله یا تخنیک کاروئ، نو شاید ستاسو یا نورو پروړاندې اقدام وکړي.

پدې مقاله کې، موږ به د انټرنیټ سانسور پوهیدو په اړه وغږیږو، دا چې څوک يي ترسره کولۍ شي، او دا څنګه پیښیږي.

 

•             د انټرنیټ سانسور او څارنې په اړه پوهیدل

–            سانسور او څارنه: د ورته سکې دوه اړخونه

–            د څارنې لګښتونه

•             چیرته او څنګه د شبکې سانسور او څارنه پیښیږي

–            بندیز یا بلاکنګ چیرته کیږي؟

–            دا کار څنګه ترسره کیږي؟

•             د خنډ له منځه وړلو تخنیکونه

–            بند شوي ویب پاڼې یا خدماتو ته د لاسرسي لپاره ستاسو د DNS چمتو کونکي بدلول

–            بند شوي ویب پا ڼې یا خدماتو ته د لاسرسي لپاره د مجازی خصوصي شبکې (VPN ) یا کوډ شوې ویب پراکسي یا آدرس کارول.

–            بند شوي ویب پاڼې ته د لاسرسي لپاره یا د خپل هویت خوندي کولو لپاره د تور (Tor) براوزر کارول

د انټرنیټ سانسور او څارنه په اړه پوهیدل anchor link

انټرنیټ ډیری پروسې لري چې ټول باید په سمه توګه یوځای کار وکړي ترڅو ستاسو اړیکې له یو ځای څخه بل ځای ته ورسیږي. که څوک هڅه کوي د انټرنیټ ځینې برخې، یا ځانګړي فعالیتونه بند کړي، دوی ممکن د سیسټم ډیری مختلف برخې په نښه کړي. هغه میتودونه چې دوی یې کاروي ممکن پدې پورې اړه ولري چې دوی په کوم ټیکنالوژۍ او وسیلو کنټرول لري، د دوی پوهه، د دوی سرچینې، او ایا دوی د ځواک په موقعیت کې دي ترڅو نورو ته ووایی چې څه وکړي.

څارنه او سانسور: د یوي سیکې دوه اړخونه anchor link

د انټرنیټ څارنه او سانسور ډیر ورته والۍ لري د انټرنیټ سانسور دوه مرحله پروسه ده:

1.          د "نه منلو وړ" فعالیت موندل

2.          د "نه منلو وړ" فعالیت بندول

د "نه منلو وړ" فعالیت موندنه د انټرنیټ څارنې په څیر ده. که د شبکې مدیران وګوري چې تاسو د انټرنیټ کومو ځایونو ته ځئ، دوی کولی شي پریکړه وکړي چې ایا دا بند کړي. د انټرنیټ او ډیټا محرمیت وسیلو او ټیکنالوژیو په ملاتړ سره، موږ کولی شو د انټرنیټ فلټر کول او بندول نور هم ستونزمن کړو.

د خنډ له منځه وړلو ډیری تخنیکونه په ورته ډول ستاسو د معلوماتو خوندي کولو اضافي ګټه هم لري کله چې تاسو آنلاین ځئ.

د څارنې لګښتونه anchor link

د انټرنیټ ترافیک بندول به لګښتونه ولري، او ډیر بلاک کول حتی ډیر لګښت لري. یو مشهور مثال دا دی چې د چین حکومت د GitHub ویب پاڼه نده سانسور کړي، حتی که څه هم ډیری حکومت ضد خبر پاڼې په دې ویب پاڼې کې کوربه دي. د سافټویر جوړونکي GitHub ته لاسرسي ته اړتیا لري ترڅو هغه کار ترسره کړي چې د چین اقتصاد لپاره ګټور وي. همدا اوس، دې سانسورونو پریکړه کړې چې د Github بلاک کول به ددوۍ لپاره د بندولو په پرتله ډیر لګښت ولري.

ټول سانسور کوونکي به ورته پریکړه ونه کړي. د مثال په توګه، د انټرنیټ لنډمهاله بندیدل ورځ تر بلې عام کیږي، که څه هم دا اقدامات کولی شي سیمه ایز اقتصاد ته جدي زیان ورسوي.

چیرته او څنګه سانسور او څارنه پیښیږي anchor link

بندیز چیرته پیښیږي؟ anchor link

Your computer tries to connect to https://eff.org, which is at a listed IP address (the numbered sequence beside the server associated with EFF’s website). The request for that website is made and passed along to various devices, such as your home network router and your Internet Service Provider (ISP), before reaching the intended IP address of https://eff.org. The website successfully loads for your computer.

ستاسو کمپیوټر هڅه کوي https://eff.org سره وصل شي، کوم چې په لیست شوي IP آدرس کې دی (د EFF ویب پاڼې سره تړلي سرور سره شمیرل شوی ترتیب). د دې ویب پاڼې غوښتنه د مختلف وسیلو لکه ستاسو د کور شبکې روټر او ستاسو د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي (ISP) ته لیږدول کیږي او مخکې لدې چې https://eff.org ټاکل شوي IP آدرس ته ورسیږي. ویب پاڼه په بریالیتوب سره ستاسو کمپیوټر لپاره لوډ کوي.

An eye, watching a computer trying to connect to eff.org.

(1) ستاسو په وسیلو کې بندول یا فلټر کول. دا په ځانګړي توګه په ښوونځیو او کاري ځایونو کې عام دی. یو څوک چې ستاسو کمپیوټرونه او تلیفونونه تنظیم یا اداره کوي کولی شي په دوی کې داسې سافټویر واچوي چې ددغو وسیلو کارول محدود کړي. سافټویر د وسیلې د کار کولو طریقه بدلوي او کولی شي ځینې سایټونو ته لاسرسی محدود کړي، یا په ځانګړي لارو آنلاین اړیکه ونیسي. سپای ویر (Spyware) کولی شي په ورته ډول کار وکړي

An eye, watching traffic going in and out of a home network router.

(2) د ځایی شبکې فلټر کول. دا په ځانګړي توګه په ښوونځیو او کاري ځایونو کې عام دی. یو څوک چې ستاسو ځایی شبکه اداره کوي (لکه د وای فای شبکه) ستاسو د انټرنیټ فعالیت باندې ځینې محدودیتونه پلي کوي، لکه څارنه یا کنټرول چیرې چې تاسو آنلاین ځئ یا کله چې د ځینې کلیمو لټون کوئ.

An eye, watching traffic coming in and out of an ISP.

(3) د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکو (ISPs) لخوا بندول یا فلټر کول. ستاسو ISP عموما ستاسو د ځایی شبکې مدیر په توګه د فلټر کولو ورته ډول ترسره کولی شي. په ډیری هیوادونو کې ISPs د دوی حکومت لخوا مجبور دي چې د انټرنیټ منظم فلټر کولTítulo: fig: او سانسور ترسره کړي. سوداګریز ISPs کولی شي د کورنیو یا کار ګمارونکو لپاره د خدمت په توګه فلټر کول ترسره کړي. د ځانګړي استوګنې انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي ممکن د یو اختیار په توګه پیرودونکو ته مستقیم د فلټر شوي اړیکې بازارموندنه وکړي، او په اتوماتيک ډول د دوی ISPs ټولو اړیکېو کې د سانسور ځانګړي میتودونه (څرنګه چې لاندې تشریح شوي) پلي کړي. دوی ممکن دا کار وکړي حتی که دا د حکومت لخوا اړین نه وي، ځکه چې د دوی ځینې پیرودونکي دا غواړي.

بندول څنګه پیښیږي؟ anchor link

د IP آدرس بندول. "IP آدرسونه" په انټرنیټ کې د کمپیوټر موقعیتونه دي. د معلوماتو هره برخه چې په انټرنیټ لیږل کیږي د "ته" آدرس او "له" څخه آدرس لري. د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي یا د شبکې اداره کونکي کولی شي د هغه موقعیتونو لیستونه رامینځته کړي چې د ورته خدماتو سره مطابقت لري کوم چې دوی یې بلاک کول غواړي. دوی بیا کولی شي په شبکه کې د معلوماتو هرې برخې بندې کړي چې دې ځایونو ته یا له هغه ځایه لیږدول کیږي.

دا کولی شي د بي حده بلاک کیدو لامل شي، ځکه چې ډیری خدمات په ورته ځای، یا IP آدرس کې کوربه کیدی شي. په ورته ډول، ډیری خلک خپل د انټرنیټ لاسرسي لپاره کوم ورکړل شوي IP آدرس شریکوي.

In this diagram, the Internet Service Provider cross-checks the requested IP address against a list of blocked IP addresses. It determines that the IP address for eff.org matches that of a blocked IP address, and blocks the request to the website.

پدې ډیاګرام کې، د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي غوښتل شوي IP آدرس د بند شوي IP آدرسونو لیست په مقابل کې کره کتنه (کراس چیک) کوي. دا مشخص کوي چې د eff.org لپاره IP آدرس د بند شوي IP آدرس سره سمون لري، او ویب پاڼې ته د لاسرسۍ هر ډول غوښتنه بندوي

 

د DNS بندول. ستاسو وسیله د "DNS resolvers" په نوم کمپیوټرونه غوښتنه کوي چیرې چې سایټونه موقعیت لري. کله چې تاسو انټرنیټ سره وصل شئ، د ډیفالټ DNS حل کونکی چې ستاسو وسیله کاروي معمولا ستاسو د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي پورې اړه لري. ISP کولی شي خپل DNS حل کونکی پروګرام کړي او هرکله چې یو کارونکی هڅه کوي د بند شوي سایټ یا خدمت موقعیت وګوري ترڅو غلط ځواب ورکړي، یا هیڅ ځواب ورنکړي. که تاسو خپل د DNS حل کونکی بدل کړئ، مګر ستاسو د DNS اتصال کوډ شوی نه وي، ستاسو ISP لاهم کولی شي په انتخابي ډول بند شوي خدماتو لپاره ځوابونه بند یا بدل کړي.

In this diagram, the request for eff.org’s IP address is modified at the Internet Service Provider level. The ISP interferes with the DNS resolver, and the IP address is redirected to give an incorrect answer or no answer.

پدې ډیاګرام کې، د eff.org IP آدرس غوښتنه د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي کچې کې بدل شوې. ISP د DNS حل کونکي سره مداخله کوي، او IP آدرس د غلط ځواب یا نه ځواب ورکولو لپاره اړول کیږي.

 

د کلیدې ټکو فلټرنګ. که ترافیک پرته له کوډ وي، د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي کولی شي د دوی مینځپانګو پراساس ویب پاڼې بلاک کړي. په کوډ شوي سایټونو کې د عمومي زیاتوالي سره، د فلټر کولو دا ډول دومره مشهوره ندي.

یو خبرداری دا دی چې مدیران کولی شي د کوډ شوي فعالیت ډکرپټ کړي که چیرې کاروونکي د دوی وسیلې مدیرانو لخوا چمتو شوي باوري "CA تصدیق لیک" نصب کړي. لدې چې د وسیلې کارونکی باید تصدیق لیک نصب کړي، دا د ځایی شبکو لپاره په کاري ځایونو او ښوونځیو کې خورا عام کړنه ده، مګر د ISP کچې کې خورا عام ندی.

On an unencrypted website connection, an Internet Service Provider (ISP) is able to check the content of a site against its blocked content types. In this example, mentioning free speech leads to an automatic block of a website.

په یوه غیر کوډ شوي ویب پاڼې کې، د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکی (ISP) د دې وړتیا لري چې د سایټ مینځپانګه د دې بلاک شوي مینځپانګې ډولونو پروړاندې وګوري. پدې مثال کې، د وړیا وینا ذکر کول د یوې ویب پاڼې اتوماتیک بلاک لامل کیږي.

 

HTTPSد سایټ فلټرنګ. کله چې د HTTPS له لارې سایټونو ته لاسرسی ومومئ، ټول مینځپانګه پرته د سایټ دنامه څخه کوډ شوې. څرنګه چې دوی لاهم کولی شي د سایټ نوم وګوري، د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي یا د ځایی شبکې اداره کونکي کولی شي پریکړه وکړي چې کوم سایټونو ته لاسرسی بند کړي.

In this diagram, a computer attempts to access eff.org/deeplinks. The network administrator (represented by a router) is able to see domain (eff.org) but not the full website address after the slash. The network administrator can decide which domains to block access to.

پدې ډیاګرام کې، کمپیوټر هڅه کوي eff.org/deeplinks ته لاسرسی ومومي. د شبکې مدیر (د روټر لخوا) د دې وړتیا لري چې ډومین (eff.org) وګوري مګر د سلیش وروسته د ویب پاڼې بشپړ آدرس نشي کتلای. د شبکې مدیر کولی شي پریکړه وکړي چې کوم ډومینونو ته لاسرسی بند کړي.

 

پروتوکول  او د پورټ بندول. فایروال (دفاع ګر) یا روټر ممکن هڅه وکړي وپیژني چې یو څوک د خبرو اترو لپاره کوم ډول انټرنیټ ټیکنالوژي کاروي، او ځینې یې د دوی د خبرو کولو تخنیکي توضیحاتو په پیژندلو سره بندوي (پروتوکول او د پورټ شمیرې د معلوماتو مثالونه دي چې د ټیکنالوژۍ پیژندلو لپاره کارول کیدی شي). که فایر وال په سمه توګه وپیژني چې کوم ډول اړیکه پیښیږي یا کوم ټیکنالوژي کارول کیږي، نو داسې تنظیم کیدی شي چې دا اړیکه له سره تیر نه کړي. د مثال په توګه، ځینې شبکې ممکن د ځانګړي VoIP (انټرنیټ تلیفون زنګ) یا  VPN  غوښتنلیکونو لخوا کارول شوي ټیکنالوژۍ بند کړي.

In this diagram, the router recognizes a computer attempting to connect to an HTTPS site, which uses Port 443. Port 443 is on this router’s list of blocked protocols.

پدې ډیاګرام کې، روټر یو کمپیوټر پیژني چې هڅه کوي د HTTPS سایټ سره وصل شي، کوم چې پورټ 443 کاروي. پورټ 443 د دې روټر د بند شوي پروتوکولونو په لیست کې شامل دی.

د بندولو یا بلاک نور ډولونه anchor link

معمولا، بندول او فلټر کول د ځانګړو سایټونو یا خدماتو ته د خلکو د لاسرسي مخه نیولو لپاره کارول کیږي. په هرصورت، د بلاک کولو مختلف ډولونه هم خورا عام دي.

د شبکې بندیدل. د شبکې بندیدل ممکن د فزیکي پلوه د شبکې زیربنا د برق څخه ایستل وي، لکه روټرونه، د شبکې کیبلونه، یا موبایل برجونه، ترڅو چې په فزیکي ډول د کنکشن یا اتصال مخه ونیول شي یا دومره خرابې شي چې د کارولو وړ ندي.

دا د IP آدرس بندولو یوه ځانګړې پیښه کیدی شي، په کوم کې چې ټول یا ډیری IP آدرسونه بندې وي. ځکه چې دا ډیری وخت ممکن په یو هیواد کې د IP آدرس کارول کیږي، ځینې هیوادونو په لنډمهاله توګه ټول یا ډیری بهرني IP آدرسونه بندولو تجربه هم کړې، چې په هیواد کې ځینې اړیکو ته اجازه ورکوي مګر له هیواد څخه بهر د ډیری اړیکې مخه نیول کیږي.

A computer attempts to connect to eff.org’s US-based IP address. At the Internet Service Provider’s level, the request is checked: the IP address for eff.org is checked against a list of blocked international IP addresses, and is blocked.

یو کمپیوټر هڅه کوي د eff.org متحده ایالاتو کې میشته IP آدرس سره وصل شي. د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي پر اساس، غوښتنه چیک شوې: د eff.org لپاره IP آدرس د بند شوي نړیوالو IP آدرسونو لیست په مقابل کې چک شوی، او بند شوی.

ورو کول. د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي کولی شي په انتخابي ډول د ترافیک مختلف ډولونه ورو کړي. ډیری حکومتي سانسورونو په بشپړ ډول بندولو پرځای ځینې سایټونو وصلیدل یا کنکشن ورو کول پیل کړي. د دې ډول بلاک کول پیژندل سخت دي، او ISP ته اجازه ورکوي ترڅو دا خبره چي لاسرسی محدودوي رد کړي. خلک شاید فکر وکړي د دوی د انټرنیټ اتصال ورو دی، یا کوم خدماتو سره چې دوی ورسره وصل دی کار نه کوي..

A computer tries to connect to eff.org. Their Internet Service Provider slows down their connection.

یو کمپیوټر هڅه کوي eff.org سره وصل شي. د دوی د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي د دوی اړیکې ورو کوي

 

د خنډ له منځه وړلو تخنیکونه anchor link

عموما، که ستاسو د انټرنیټ فعالیت په اړه لږ معلومات شتون ولري، نو دا ستاسو د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي یا شبکې مدیر لپاره سخته وي ترڅو د فعالیت ځانګړي ډولونه په انتخابي ډول بند کړي. له همدې امله د انټرنیټ په کچه انکرپشن معیارونو کارول کولی شي مرسته وکړي.

A graphic showing an insecure HTTP request for "http://example.com/page" from a device. The page URL and contents can be read by your network administrators, your ISP, and any entity in between.

HTTP ستاسو د لټون کولو لږ معلومات خوندي کوي ...

A graphic showing a secure HTTPS request for "https://eff.org/deeplinks" from a device. The site is revealed to your network administrators and your ISP, but they can't see the page you're viewing.

 ...HTTPS بیا خورا ډیر معلومات خوندي کوي...

A graphic showing an ideal secure HTTPS request for "https://eff.org/deeplinks" from a device. By encrypting DNS and the site name, your network administrators or ISP will have trouble figuring out what website you're viewing.

… کوډ شوی DNS او نور پروتوکولونه به د سایټ نوم هم خوندي کړي.

ستاسو د DNS چمتو کونکي بدلول او د کوډ شوي DNS کارول anchor link

که د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي یوازې د DNS بلاک کولو باندي تکیه کوي، ستاسو د DNS چمتو کونکي بدلول او د کوډ شوي DNS کارول ممکن ستاسو لاسرسی بیرته ممکن کړي.

 

ستاسو د DNS چمتو کونکي بدلول. دا ستاسو د وسیلې (تلیفون یا کمپیوټر) "شبکې تنظیماتو" کې ترسره کیدی شي. په یاد ولرئ چې ستاسو نوی DNS چمتو کونکی به ستاسو د لټون کولو فعالیت په اړه معلومات ترلاسه کړي هغه چې ستاسو ISP یوځل درلود، کوم چې ستاسو د ګواښ ماډل پر اساس د محرمیت اندیښنه کیدی شي. موزیلا (Mozilla ) د DNS چمتو کونکو لیست ترتیبوي کوم چې د محرمیت قوي تګلارې او ژمنې لري ترڅو ستاسو د لټون کولو ډیټا شریک نه کړي.

 

د کوډ شوي DNS کارول. کوډ شوی DNS ټیکنالوژي دا مهال په لاره اچول شوي. دا ستاسو د DNS ترافیک لیدلو (او فلټر کولو) څخه د هر شبکې کارونکۍ مخه نیسي. تاسو کولی شئ په فایرفاکس کې په اسانۍ سره DNS-over-HTTPS تنظیم کړئ او په Android کې DNS-over-TLS تنظیم کړئ.

 

همدا اوس، د کاروونکو لپاره په نورو غوښتنلیکونو کې د دې کولو اسانه لارې شتون نلري.

د VPN یا کوډ شوي پراکسي کارول anchor link

In this diagram, the computer uses a VPN, which encrypts its traffic and connects to eff.org. The network router and Internet Service Provider might see that the computer is using a VPN, but the data is encrypted. The Internet Service Provider routes the connection to the VPN server in another country. This VPN then connects to the eff.org website.

پدې ډیاګرام کې، کمپیوټر یو VPN کاروي، کوم چې د دې ترافیک کوډ کوي او eff.org سره وصل کیږي. د شبکې روټر او د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکی ممکن وګوري چې کمپیوټر VPN کاروي، مګر ډیټا کوډ شوی دی. د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي په بل هیواد کې د VPN سرور سره وصل کوي. دا VPN بیا د eff.org ویب پاڼې سره وصل کیږي.

 

یو مجازی خصوصي شبکه (VPN) ستاسو د کمپیوټر څخه د انټرنیټ ټول معلومات د سرور (بل کمپیوټر) له لارې کوډ کوي او لیږي. دا کمپیوټر ممکن په سوداګریز یا غیر انتفاعي VPN خدمت، ستاسو شرکت، یا باوري اړیکې پورې اړه ولري. یوځل چې د VPN خدمت په سمه توګه تنظیم شي، تاسو کولی شئ دا ویب پاڼې، بریښنالیک، فوري پیغام رسولو، VoIP ، او کوم بل انټرنیټ خدمت ته لاسرسي لپاره وکاروئ. یو VPN ستاسو ترافیک په سیمه ایز ډول د جاسوسۍ څخه ساتي، مګر ستاسو د VPN چمتو کونکي لاهم کولی شي د هغه ویب پاڼې ریکارډونه وساتي (چې د لاګ په نوم هم پیژندل کیږي)، یا حتی اجازه ورکړي ترڅو دریمې ډلې په مستقیمه توګه ستاسو ویب لټون وویني. نظر و ستاسو د ګواښ ماډل ته، ستاسو د VPN اتصال په اړه د حکومت د جاسوسۍ امکان یا ستاسو VPN لاګونو ته لاسرسی ممکن د پام وړ خطر ولري. د ځینې کاروونکو لپاره، دا کار کولی شي د VPN کارولو لنډ مهاله ګټو په پرتله ډیر مهم وي.

د ځانګړي VPN خدماتو غوره کولو په اړه زموږ لارښود چیک کړئ.

 

د ټور براوزر کارول anchor link

تور یو آزاده سافټویر دی چې تاسو ته په ویب کې د نوم پټولو لپاره جوړ شوی. ټور براوزر داسې یو ویب براوزر دی چې د تور نامعلوم شبکې پراساس جوړ شوی. د دې له امله چې څنګه تور ستاسو د ویب لټون ترافیک پرمخ وړي، دا تاسو ته اجازه هم درکوي سانسور مخنیوی وکړئ. (زموږ د څنګه کولۍ شو ټور وکاروو لارښود او  Linux, macOS, Windows, اوAndroid برنامو لیدلو لپاراه).

The computer uses Tor to connect to eff.org. Tor routes the connection through several “relays,” which can be run by different individuals or organizations all over the world. The final “exit relay” connects to eff.org. The ISP can see that you’re using Tor, but cannot easily see what site you are visiting. The owner of eff.org, similarly, can tell that someone using Tor has connected to its site, but does not know where that user is coming from.

کمپیوټر د eff.org سره وصل کیدو لپاره تور کاروي. تور د څو "ریلي ګاني" له لارې انټرنت وصلوي، کوم چې په ټوله نړۍ کې د مختلف اشخاصو یا سازمانونو لخوا پرمخ وړل کیدی شي. وروستی "د وتلو ریلي" eff.org سره وصل کیږي. ISP کولی شي وګوري چې آیا تاسو تور کاروئ، مګر په اسانۍ سره نشئ لیدلی چې کوم سایټ څخه لیدنه کوئ. په ورته ډول د eff.org مالک کولی شي ووایی هغه څوک چي تور کاروي د دې سایټ سره وصل دی، مګر نه پوهیږي چې دا کارونکی له کوم ځای څخه راځي

 

کله چې تاسو لومړی ځل لپاره د ټور براوزر پیل کړئ، تاسو کولی شئ یو انتخاب غوره کړئ کوم چې مشخص کوي تاسو په داسې یوه شبکه کې یاست چې سانسور شوی دی:

A screen capture of Tor's Network Settings page, which offers users extra choices via a "Configure" button if their Internet connection is censored or proxied.

تور به نه یوازې ځینې ملي سانسور له پامه وغورځوي، مګر، که په سمه توګه تنظیم شوی وي، کولی شي ستاسو هویت ستاسو د هیواد په شبکو کې د جاسوس دښمن  څخه هم خوندي کړي. په هرصورت، دا کیدی شي ورو او کارول یې ستونزمن وي، او هرڅوک چې ستاسو د شبکې فعالیت لیدلی شي ممکن خبر شي چې تاسو تور (Tor) کاروئ.

یادداښت: ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د رسمي ویب پاڼې څخه د تور براوزر ډاونلوډ کوئ.

د Linux, macOS, Windows, او Android لپاره د تور کارولو څرنګوالي زده کړئ، مګر مهرباني وکړئ پورته ښودل شوي کړکۍ کې د "Configure" پرځای "Connect" غوره کړئ.